له مستوفیتونو سره انلاین ناسته ترسره سوه!
12 عقرب 1404
یاده ناسته د عوایدو د مستوفیتونو چارو د مرستیال نقیب الله عابد په مشرۍ، د ولایتي عوایدو د انسجام او پراختیا رئیس، د تنفیذ او مالیاتي اطاعت پذیرۍ کفیل، مستوفي صاحبانو، آمرینو او عمومي مدیرانو په شتون کي ترسره سوه.
ناسته د قرآن عظیم الشان د څو آیتونو په تلاوت سره پیل سوه. په ناسته کي د تنفیذ قانون او مالیاتي اطاعت پذیرۍ ریاست د چارو، فعالیتونو او مسؤلیتونو، د مالیه ورکوونکو د پېژندني او د تحلیل خطر پروسو اړوند بشپړ معلومات له ګډونوالو سره شریک سول.
د قانون د تطبیق او د مالیاتي اطاعت پذیرۍ، د مالیه ورکوونکو د پېژندني او تحلیل خطر په برخو کي د مرکز او د مستوفیتونو ترمنځ د اجراآتو د یووالي د رامنځته کولو په موخه د یادو ادارو استازو خپل کاري راپورونه، فعالیتونه او کاري طرزلعملونه له ګډونوالو سره شریک کړل.
همدارنګه د غونډي په جریان کي پر یو شمېر نورو متفرقه موضوعاتو هم خبري وسوې، د مستوفي صاحبانو او اړوندو آمرینو او عمومي مدیرانو کاري ستونزي او غوښتني واورېدل سوې، چي د حل ډاډ ورکول سو.