د خانه نور پوهنتون محصلانو ته د مالیاتي سیسټمونو روزنیز سیمینار وړاندي سو!
11 عقرب 1404
یاد سیمینار د خانه نور پوهنتون د غونډو په تالار کي د عوایدو لوی ریاست د مالیاتو کارپوه، د یاد پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو، د اقتصاد، حقوق او سیاسي علومو پوهنځیو د محصلانو په ګډون ترسره سو.
په دې سیمنیار کي د عوایدو لوی ریاست د مالیاتو کارپوه عبادالله درمان ګډونوالو ته د مالیې وزارت د جوړښت او دندو، د مالیاتو ډولونو، د مالیې اخیستني پروسو، د اسلامي امارت له لوري د رامنځته سويو معافیتونو او تخفیفونو او له مالیه ورکوونکو څخه د ترلاسه سوي مالیې د مصرف د څرنګوالي په اړه مفصل معلومات وړاندي کړل.
د خانه نور پوهنتونو استادانو او محصلانو ورته سیمینارونه د محصلانو له پاره خورا ارزښنتاک وبلل، دا ډول سیمینارونه د مالیاتو په برخه کي د اقتصاد پوهنځیو د محصلانو د عامه پوهاوي له پاره ګټور بولي او زیاتوي، چي دا روزنیز پروګرامونه په راتلونکي کي له محصلانو سره په کاري ډګر کي د مالي چارو د تنظیم په برخه کي ډېره همکاري کولای سي. دوی همدارنګه د مالیاتو په برخه کي د پوهنتونونو د استادانو او محصلانو د ظرفیت لوړوني له پاره د ورته پروګرامونه د ډېرښت غوښتنه کوي.
د سیمینار په پای کي د ګډنوالو پوښتنو ته په پراخه حوصله ځوابونه ورکول سول.
د یادوني وړ ده، چي د عوایدو لوی ریاست له لوري د مالیاتو په اړه د عامه پوهاوي سیمینارونه د محصلانو ترڅنګ د بېلابېلو خصوصي سکټورونو مالیه ورکوونکو ته ترسره سوي او دا لړۍ به لا جریان ولري.