د میدان وردګ مخکنی مستوفي مولوي عبدالاحد ذولفقار د دایکندي د نوي مستوفي په توګه د یاد ولایت مرستیال والي او د مستوفیت کارکوونکو ته معرفي سو. 
مولوي عبدالاحد ذولفقار ، چي د امیرالمؤمنین حفظه الله د (۱۰۰۲/۲۷۹۹) ګڼه ۲۷/۰۴/۱۴۴۷ نېټه حکم پر اساس د بدخشان مستوفیت له پاره د نوي مستوفي په توګه ټاکل شوی وو، نن د عوایدو د مستوفیتونو د همږغۍ او پراختیا رئیس مفتي عبدالغفار سليم له لوري د دایکندي ولایت په مقام کې د یاد ولایت والي او په مستوفیت کې د مستوفیت کارکوونکو ته معرفي سو.
په مستوفیت کې د معرفت غونډې پر مهال د دایکندي ولایت مرستیال والي په حضور کې د مستوفیتونو د همږغۍ او پراختیا رئیس د مخکني مستوفي هڅې او خدمتونه وستایل او نوي مستوفي ته ئې په چارو کي د بریالیتوب د دعا ترڅنګ  له مرستیال والي صاحب څخه د مستوفیت سره د لازمي همکارۍ او همږغۍ غوښتنه وکړه. مرستیال والي صاحب د یاد ولایت له مستوفیت سره د هر اړخیزي همکارۍ او په چارو کي د همږغۍ ډاډ ورکړ.
د مستوفیتونو د همږغۍ او پراختیا رئیس د دایکندي مستوفیت له چارو هم لیدنه وکړه. ښاغلي سلیم د مستوفیت د چارو د پرمختګ، د عوایدي هدف ترلاسه کولو او مراجعه کوونکو ته پر وخت د خدمتونو د وړاندې کولو په موخه کارکوونکو ته اړینې سپارښتنې وکړې.