• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د فاریاب ولایت له پاره نوی مستوفي معرفي سو!

    7 عقرب 1404
    د بدخشان مخکینی مستوفي محمد انور ذاهد د فاریاب د نوي مستوفي په توګه د یاد ولایت والي او د مستوفیت کارکوونکو ته معرفي سو.
    ښاغلی محمد انور ذاهد، چي د امیرالمؤمنین حفظه الله د (۱۰۰۲/۲۷۹۹) ګڼه ۲۷/۰۴/۱۴۴۷ نېټه حکم پر اساس د فاریاب مستوفیت له پاره د نوي مستوفي په توګه ټاکل سوی و. نن د عوایدو د مستوفیتونو چارو د مرستیال له لوري د فاریاب ولایت په مقام کي والي صاحب او په مستوفیت کي د مستوفیت کارکوونکو ته معرفي سو.
    په ولایت کي د معرفت غونډي پر مهال د مستوفیتونو د چارو مرستیال نقیب الله عابد د مخکني مستوفي هڅي او خدمتونه وستایل او نوي مستوفي ته ئې په چارو کي د بریالیتوب دعا وکړه. همدارنګه نوموړي د فاریاب له والي صاحب څخه د مستوفیت سره د لازمي همکارۍ او همږغۍ غوښتنه وکړه. د فاریاب والي صاحب د یاد ولایت له مستوفیت سره د هر اړخیزي همکارۍ او په چارو کي د همږغۍ ډاډ ورکړ.
    وروسته د مستوفیتونو مرستیال د فاریاب مستوفیت له چارو لیدنه وکړه. ښاغلي عابد د فاریاب مستوفیت کارکوونکو ته د نوي مستوفي د معرفت سربېره د مستوفیت په چارو کي د پرمختګ، عوایدي هدف ترلاسه کولو او مراجعه کوونکو ته پر وخت د خدمتونو وړاندي کولو په موخه کارکوونکو ته اړیني سپارښتني وکړې.