د بدخشان ولایت له پاره نوی مستوفي معرفي سو!
5 عقرب 1404
د فاریاب مخکنۍ مستوفي احمد ګل حامد د بدخشان د نوي مستوفي په توګه د یاد ولایت مرستیال والي او د مستوفیت کارکوونکو ته معرفي سو.
احمد ګل حامد، چي د امیرالمؤمنین حفظه الله د (۱۰۰۲/۲۷۹۹) ګڼه ۲۷/۰۴/۱۴۴۷ نېټه حکم پر اساس د بدخشان مستوفیت له پاره د نوي مستوفي په توګه ټاکل سوی وو، نن د عوایدو د مستوفیتونو چارو د مرستیال له لوري د بدخشان ولایت په مقام کي د یاد ولایت مرستیال والي او په مستوفیت کي د مستوفیت کارکوونکو ته معرفي سو.
د معرفت غونډي پر مهال د مستوفیتونو د چارو مرستیال نقیب الله عابد د مخکني مستوفي هڅي او خدمتونه وستایل او نوي مستوفي ته ئې په چارو کي د بریالیتوب د دعا ترڅنګ له مرستیال والي صاحب څخه د مستوفیت سره د لازمي همکارۍ او همږغۍ غوښتنه وکړه. مرستیال والي صاحب د یاد ولایت له مستوفیت سره د هر اړخیزي همکارۍ او په چارو کي د همږغۍ ډاډ ورکړ.
په ولایت مقام کي تر معرفت غونډي وروسته د مستوفیتونو مرستیال د بدخشان مستوفیت له چارو لیدنه وکړه. ښاغلي عابد د مستوفیت د چارو د پرمختګ، عوایدي هدف ترلاسه کولو او مراجعه کوونکو ته پر وخت د خدماتو وړاندي کولو په موخه کارکوونکو ته اړیني سپارښتني وکړې.