شیخ محمد اکبر هاشمي، چي د امیرالمؤمنین حفظه الله د (۱۰۰۲/۲۷۹۹) ګڼه ۱۴۴۷/۰۴/۲۷ نېټه حکم پر اساس د میدان وردګ مستوفیت له پاره د نوي مستوفي په توګه ټاکل سوی وو، نن د عوایدو د لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر له لوري د یاد ولایت د والي صاحب په شتون کي د دغه مستوفیت کارکوونکو ته د یوې غونډي په ترڅ کي معرفي سو.
د معرفت د غونډي پر مهال ښاغلي سحر د مخکني مستوفي له خدمتونو څخه مننه وکړه او نوي مستوفي ته ئې په چارو کي د بریالیتوب د دعا ترڅنګ له والي مولوي خیرالله خیرخواه څخه د مستوفیت سره د لازمي همکارۍ او همږغۍ غوښتنه وکړه. والي صاحب د یاد ولایت له مستوفیت سره د هر اړخیزي همکارۍ او په چارو کي د همږغۍ ډاډ ورکړ.
د یادوني وړ ده، چي شیخ محمد اکبر هاشمي تر دې وړاندي د دایکنډي ولایت د مستوفي په توګه دنده ترسره کوله.