خبرتیا!
د مالیې وزارت ټولو فعالو او غیر فعالو دولتي او غیر دولتي ادارو ته خبر ورکوي، چي د مالیاتو د قانون د حکمونو د مؤثر پلي کېدو او په شفاف ډول د مالیاتو د راټولولو په موخه، باید خپل هر کارکوونکي ته د مالیې تشخیصیه شمېره (TIN) تر لاسه کړي.
د دې پرېکړي له مخي، هغه کارکوونکي، چي لا ئې د مالیې پېژندني شمېره نه ده ترلاسه کړې، مکلف دي، چي د (E- Filing) برېښنايي سیسټم له لاري خپله شمېره ثبت او ترلاسه کړي.
ټول ادارات مکلف دي چي:
• خپل ټول کارکوونکي د مالیې وزارت په (E-Filing) سیسټم کي ثبت کړي.
• د خپلو کارکوونکو د معاشونو مالیات د تشخیصیه شمېرې له لاري تادیه کړي.
• د معاشونو په پی رول (Pay roll)کي د هر کارکوونکي تشخیصیه شمېره څرګنده کړي.
د دې امر نه مراعتول د نافذو مالیاتي اصولو څخه سرغړونه ګڼل کېږي او د قانوني تعقیب سبب کېږي.
یادونه: ټول ادارات مکلف دي، چي د دې خبرتیا له خپرېدو سره سم، تر درېیو میاشتو پوري عملي اقدام وکړي. د سلواغې د لومړۍ نېټې وروسته، د معاشونو مالیه یوازي د مالیه ورکوونکي د تشخیصیه شمېرې (TIN) له لاري منل کېږي. پرته له دې، د ورکړل سوو معاشونو لګښت به د مالیې وزارت له خوا د یادو نهادونو د مصارفو په حساب کي ونه شمېرل سي.