یاد سیمینار چي د غرجستان پوهنتون د غونډو په تالار کي تر سره سو پکښي د عوایدو لوی ریاست د مالیاتو کارپوه، د یاد پوهنتون رئیس، مالي او اداري مرستیال، استادانو، اداري کارکوونکو، د اقتصاد پوهنځی د محصلانو ګډون درلود.
په دې سیمنیار کي د عوایدو لوی ریاست د مالیاتو کارپوه عبادالله درمان ګډونوالو ته د مالیې وزارت د جوړښت او دندو، د مالیاتو ډولونو، د مالیې اخیستلو پر پروسو، د اسلامي امارت له لوري په رامنځته سوو معافیتونو او تخفیفونو او له مالیه ورکوونکو څخه د راټولو سويو عوایدو د مصرف د څرنګوالي په اړه مفصل معلومات وړاندي کړل.
د غرجستان پوهنتون د استادانو او محصلانو په وینا دا ډول سیمینارونه د محصلانو له پاره خورا ارزښتناک دي، دوی ته د مالیاتو په اړه بشپړ معلومات ورکوي، چي په راتلونکي کي به له دوی سره په کاري ډګر کي مرسته وکړي. هغوی د عوایدو لوی ریاست څخه وغوښتل، چي د محصلانو او استادانو د ظرفیت لوړوني له پاره دي ورته سیمینارونه په دوامدار ډول ترسره کړي.
سیمینار د محصلانو د پوښتنو او د مسؤلینو له لوري د هغو د ځوابونو په لړۍ سره پای ته ورسېد.
د یادوني وړ ده، چي د عوایدو لوی ریاست له لوري د مالیاتو په اړه د عامه پوهاوي سیمینارونه د بېلابېلو خصوصي سکټورونو مالیه ورکوونکو ته ترسره سوي او دا لړۍ به لا جریان ولري.