د عوایدو د مستوفیتونو چارو مرستیال نقیب الله عابد د غرني مستوفیت د چارو د څارني او ارزوني په موخه له یاد مستوفیت څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کي د عوایدو د مستوفیتونو چارو مرستیال د غزني له مستوفي سره ناسته وکړه او د یاد مستوفیت د فعالیتونو راپور ئې واورېده، د عوایدي هدف ترلاسه کولو او د اداري چارو د پرمختګ په موخه له مسؤلینو سره د تجربو او لارښوونو تر شریکولو وروسته نوموړي سوداګرو، صنعتکارانو او مالیه ورکوونکو ته د سهولتونو په برابرولو ټینګار وکړ. همدارنګه نوموړي په دې لیدنه کي د یاد مستوفیت د چارو د څارني پر مهال د تخنیکي هیئت د پخوانیو سپارښتنو او لارښوونو عملي کېدل تعقیب کړل، چي د مستوفیت د همکارانو له خوا تر ډېره حده عملي سوې وې.
وروسته ښاغلي عابد د غزني مستوفیت له اړوندو مدیریتونو لیدنه وکړه، د هغوی چاري او فعالیتونه ئې وڅارل، د هغوی ستونزي او غوښتني ئې واورېدې او د حل ډاډ ترڅنګ ئې مامورینو ته لازمي سپارښتني وکړې.
د مستوفیتونو څخه ورته لیدني د مستوفیتونو د چارو د ارزوني، څارني او مراجعه کوونکو ته د خدماتو د سطحي د لوړولو په موخه ترسره کېږي.