د اقتصادي وزارتونو او ادارو په کړنو د څار کمېټې لومړنۍ ناسته د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د یاد معینیت د غونډو په تالار کي ترسره سوه.
په دې ناسته کي چي د اقتصادي وزارتونو او ادارو با صلاحیته استازو ګډون کړې وو، په پیل کي د ګمرکونو او عوایدو معین ټولو ته ښه راغلاست وویل او زیاته ئې کړه، چي دا کمېټه د اقتصادي معانیت په هدایت او د ا.ا.ا د امیر المؤمنین حفظه الله په منظورۍ د اقتصادي وزارتونو او ادارو په کړنو د څارني او هیوادوالو ته د لا اسانتیا رامنځته کولو په موخه جوړه سوې. نوموړي زیاته کړه، چي د دې کمېټې په جوړیدو سره به د یادو ادارو تر منځ همغږۍ او همکارۍ لا زیاته سي.
ور پسې له اجنډا سره سم په اقتصادي وزارتونو او ادارو کي د خلکو د کارونو د ځنډ په اړوندو علتونو او د دوی د ستونزو په حلولو او په ادارو کي د مراجعینو له پاره د لازمو لارښودونو په جوړولو بحث او خبري سوې.
د ناستي په پای کي پریکړه وسوه، چي د اقتصادي وزارتونو او ادارو په کړنو د څار او د پورته ویل سوو موضوعاتو له پاره دي له ټولو اړوندو ادارو څخه یوه تخنیکي کمېټه جوړه او خپل راپورونه دي راتلوونکې ناستي سره شریک کړي.