• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو د مستوفیتونو چارو مرستیال د خوست له مرستیال والي او مستوفي سره ولیدل!

    24 میزان 1404
    د عوایدو د مستوفیتونو چارو مرستیال ښاغلي نقیب ‌الله عابد د خوست ولایت مقام کي د یاد ولایت د مرستیال والي سره د ولایت او مستوفیت تر منځ د همږغۍ د پراختیا په موخه ولیدل.
    په دې لیدنه کي د غیر مالیاتي عوایدو د راټولولو څرنګوالي، د ولایت او مستوفیت تر منځ د همږغۍ پر اهمیت او د هغې د لا پراختیا په اړه مفصلي خبري وسوې. د همکارۍ د غوښتني په ځواب کي، د خوست مرستیال والي ډاډ ورکړ چي د تل په څېر به له مستوفیت سره خپلي همکارۍ ته دوام ورکړي.
    وروسته ښاغلي عابد د خوست له مستوفیت څخه هم لیدنه وکړه. په دې لیدنه کي هغه له مستوفي صاحب سره پر مهمو موضوعاتو بحث وکړ، د مستوفیت د چارو څارنه ئې وکړه او د اړوندو مدیریتونو د مسؤلینو ستونزي او غوښتني ئې واورېدې.
    د مستوفیتونو چارو مرستیال د بې‌ځایه لګښتونو د کنټرول، په اداري چارو کي د پرمختګ او د عوایدي هدف د ترلاسه کولو په اړه مسؤلینو ته لازمي سپارښتني وکړې.
    د عوایدو لوی ریاست د مستوفیتونو د چارو د څارنې، ارزونې او د ستونزو او غوښتنو د حل په موخه خپلو ولایتي سفرونو ته دوام ورکوي.