• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی رئیس د عوایدو له مرکزي ریاستونو څخه لیدنه وکړه!

    23 میزان 1404
    د عوایدو لوی رئیس، الحاج مولوي سفر محمد سحر، د ولایتي عوایدو د همغږۍ او پراختیا، د تنفیذ او مالیاتي اطاعت پذیرۍ ریاستونو، او د TIN یا د مالیه ورکوونکو د تشخیصیه شمېرې له مرکزي آمریت څخه جلا لیدني ترسره کړې. دغه لیدني د یادو ادارو د چارو د ارزوني، او د ستونزو د اورېدو په موخه ترسره سوې.
    د لیدنو پر مهال ښاغلي سحر د یادو ادارو له رئیسانو، آمرینو او مدیرانو سره جلا ناستي وکړې. د کارکوونکو فعالیتونه ئې له نږدې وڅارل، د هغوی وړاندیزونه او ستونزي ئې واورېدې، او هغوی ته ئې د مسؤلیتونو د لا ښه ترسره‌ کولو په اړه لازمي سپارښتني وکړې.
    الحاج مولوي سفر محمد سحر ټولو کارکوونکو ته لارښوونه وکړه، چي په خپلو کارونو کي اسلامي نظام او ولس ته ریښتني پاتي سئ، د مراجعه کوونکو سره له غوره چلند او مسلکي برخورد کار واخلئ او کارونه ئې پرته له خنډ او ځنډ ترسره کړئ. نوموړي زیاته کړه: تاسو مالیه ورکوونکو ته د باکیفیته خدمتونو پر وړاندي کولو مکلف یاست او تل په دې برخه کي نه ستړي کېدونکي هلي ځلي وکړئ، خپل مسؤلیتونه په صداقت سره ترسره کړئ او خپل ظاهر او باطن پر اسلامي اصولو برابر کړئ او تل د جماعت د لمانځه پابنده اوسئ.
    ښاغلي سحر د مسؤلینو هڅي وستایلې او د لا ډېرو لاسته راوړنو او د عوایدي هدف د ترلاسه کولو په موخه ئې له اړوندو ادارو سره د همږغۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
    د عوایدو لوی ریاست اړوند ریاستونو او آمریتونو څخه لیدني د چارو د څارني، او مراجعه کوونکو ته د خدمتونو د کیفیت د ارزوني په موخه ترسره کیږي.