د عوایدو د مستوفیتونو چارو مرستیال نقیب الله عابد د لوګر مستوفیت د چارو د څارني او ارزوني په موخه له یاد مستوفیت څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کي د عوایدو د مستوفیتونو چارو مرستیال د لوګر له مستوفي سره ناسته وکړه او د یاد مستوفیت د فعالیتونو راپور ئې واورېده، د عوایدي هدف ترلاسه کولو او د اداري چارو د پرمختګ په موخه له مسؤلینو د تجربو او لارښوونو تر شریکولو وروسته نوموړي سوداګرو، صنعتکارانو او مالیه ورکوونکو ته د سهولتونو په برابرولو ټینګار وکړ.
وروسته ښاغلي عابد د لوګر مستوفیت له اړوندو مدیریتونو لیدنه وکړه، د هغوی چاري او فعالیتونه ئې وڅارل، د هغوی ستونزي او غوښتني ئې واورېدې او د حل ډاډ ترڅنګ ئې مدیر صاحبانو ته لازمي سپارښتني وکړې.
د مستوفیتونو څخه ورته لیدني د مستوفیتونو د چارو د ارزوني، څارني او مراجعه کوونکو ته د خدماتو د سطحي د لوړولو په موخه ترسره کېږي.