• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو د مستوفیتونو چارو مرستیال د پکتیا له والي او مستوفي سره ولیدل!

    22 میزان 1404
    د مستوفیتونو چارو مرستیال نقیب الله عابد د پکتیا ولایت په مقام کي د یاد مستوفیت د چارو د غوره والي په موخه له والي ملا مهرالله حماد سره ولیدل.
    په لیدنه کي دواړو لورو د عوایدو د راټولولو په برخه کي د ولایت مقام پر اهمیت، د مستوفیت د کارونو پر اهمیت او پېچلتیا، د مستوفیتونو د چارو پر ښه والي، د دواړو لورو ترمنځ د ستونزو پر حل، د همږغۍ پر پیاوړتیا او نورو مهمو موضوعاتو خبري وکړې.
    د پکتیا والي د یاد مستوفیت د چارو څخه خوښي څرګنده کړه او وې ویل: «ادارې د یوه بدن حیثیت لري، که یوه اداره کمزورې سي، نو پر ټولو تاثیر کوي، موږ او تاسي ته پکار ده، چي په هره برخه کي سره همکاري وکړو، ترڅو پیاوړي پاتي سو او د ولس غوره خدمت وکړو. موږ به د مستوفیت سره خپلو همکاریو ته د تل په څېر دوام ورکړو.»
    وروسته د مستوفیتونو چارو مرستیال د پکتیا ولایت له مستوفیت څخه هم لیدنه ترسره کړه، په دې لیدنه کي ئې له مستوفي سره پر ځينو موضوعاتو بحث وکړ، د مستوفیت له ټولو مدیریتونو ئې لیدنه وکړه، د هغوی ستونزي او غوښتني ئې واورېدې، او په اداري چارو کي د پرمختګ او عوایدي هدف د ترلاسه کولو په اړه ئې مسؤلینو ته لازمي سپارښتني وکړې.
    د عوایدو لوی ریاست د مستوفیتونو د چارو د څارني، ارزوني او د هغوی د ستونزو او غوښتنو د حل په موخه مستوفیتونو ته سفرونه ترسره کوي.