د عوایدو لوی ریاست له لوري د سوداګریزو شرکتونو د مالي برخي کارکوونکو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره سو، چي موخه ئې د ابتدایی سنجش او بررسۍ پروسې تشریح، او همداراز د E-Filing سیسټم مؤثرې استفادې په اړه عملي زده کړه وه. یاد سیمینار چي د عوایدو او ګمرکونو په ملي اکاډمۍ کي ترسره سو، پکښي دوه روزونکو د سوداګریزو شرکتونو د مالي برخي کارکوونکو له پار د مالیاتو ډولونه، د اظهارنامو ډکولو طریقه، د کلني بیلانس چمتو کول، د مالیاتو تحصیل او بررسۍ پروسې اړوند مراحل تشریح کړل. ګډونوالو ته د E-Filing له لاري د اظهارنامو د ډکولو پروسه په عملي ډول وښودل سوه، تر څو دوی وکولای سي په مؤثره توګه دغه سیسټم وکاروي. ګډونوالو یاد روزنیز پروګرام د مالیه ورکوونکو د پوهاوي په برخه کي ارزښتناک وبلل او د عوایدو لوی ریاست څخه ئې د ورته نورو روزنیزو پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړه.
د عوایدو لوی ریاست هڅه کوي چي د مالیه ورکوونکو له پاه د عامه پوهاوي د لوړولو له پاره دا ډول سیمینارونه دوامداره کړي، ترڅو مالیه ورکوونکي د خپلو حقوقو، قانوني مکلفیتونو او د ورکړل سوو مالیاتو د لګښت ځایونو په اړه لاډېر معلومات ترلاسه کړي.