• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی رئیس پنجشېر ته سفر وکړ!

    Panjsher province--min.jpg

    19 میزان 1404
    د عوایدو لوی رئیس، الحاج مولوي سفر محمد سحر، د عوایدو د تحقیق، پلان او نظارت رئیس په ملتیا، پنجشېر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کي د یاد ولایت له مستوفیت څخه لیدنه وکړه.
    په یاده لیدنه کي د عوایدو لوی رئیس د یاد مستوفیت له مستوفي، آمرینو او اداري کارکوونکو سره ناسته وکړه او د چارو د ښه والي او عوایدي هدف د ترلاسه کولو په موخه ئې هغوی ته اړیني سپارښتني وکړې.
    نوموړي وویل: «په چارو کي له دقت او سرعت کار واخلئ، د مراجعینو کارونه پر وخت او ښه ډول ترسره کړئ، هغوی ته په ټولو برخو کي لازمي اسانتیاوي رامنځته کړئ او د عوایدي هدف د ترلاسه کولو په برخه کي نه ستړي کېدونکي هلي ځلي وکړئ.
    ښاغلي سحر د یاد مستوفیت د چارو د څارني پر مهال د تخنیکي هیئت د پخوانیو سپارښتنو او لارښوونو عملي کېدل تعقیب کړل، چي د مستوفیت د همکارانو له خوا تر ډېره بریده عملي سوي وې.
    د پنجشېر مستوفي ژمنه وکړه، چي خپل مسؤلیت به په بشپړ صداقت، ریښتنولۍ او مرکزي ادارې سره په همږغۍ ترسره کوي.
    د لیدني پر مهال د پنجشېر مستوفیت د لاسته راوړنو سربېره د یاد مستوفیت کاري ستونزي هم واورېدل سوې، چي د عوایدو لوی رئیس ورته د حل او رسېدو ډاډ ورکړ.
    د یادوني وړ ده، چي د عوایدو لوی رئیس د مستوفیتونو د چارو د ارزوني، د لاسته راوړنو او ستونزو د اورېدو په موخه بېلابېلو ولایتونو ته دا ډول سفرونه ترسره کوي.
    د یادوني وړ ده، چي د عوایدو لوی رئیس د مستوفیتونو د چارو ارزوني، لاسته راوړنو څېړني، او ستونزو د اورېدو په موخه دا ډول ارزونکي سفرونه ترسره کوي، او پلان لري، چي نورو ولایتونو ته هم دوام ورکړي.