• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست د رهبري هیئت شپږمه ناسته ترسره سوه!

    16 میزان 1404
    د عوایدو لوی ریاست د رهبري هیئت شپږمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کي د عوایدو لوی رئیس په مشرۍ، د مرستیالانو او اړوندو رئیسانو په ګډون ترسره سوه.
    ناسته د قران کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل سوه. د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر د تیري ناستي پر مهال د سپارل سوو مسؤلتیونو د اجراتو راپور واورېده.
    د ناستي په دوام کي د پلان، تحقیق او نظارت ریاست له لوري د روان مالي کال له پیل څخه د میزان تر ۱۵مې نېټې پوري د عوایدو د هدف او ترلاسه سویو عوایدو راپور وړاندي سو. د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، د عوایدو لوی ریاست توانیدلی، چي له ټاکل سوي هدف څخه ۵،۴ سلنه زیات عواید تر لاسه کړي.
    ښاغلي سحر د عوایدي هدف څخه د زیاتو عوایدو د ترلاسه کولو له امله خوښي وښوده او دا لاسته‌ راوړنه ئې د یاد ریاست د کارکوونکو د رښتینولۍ، ژمنتیا او صادقانه خدمت نتیجه وبلله.
    نوموړي د ادارې د لا ښه والي، اصلاح او پرمختګ په موخه اړیني لارښووني وکړې، او ګډونوالو ته ئې د مؤثري همغږۍ او مسؤلیت ‌پالني سپارښتنه وکړه.
    د ناستي په لړ کي، د عوایدو لوی ریاست اړوند پر یو شمېر نورو مهمو مسایلو هم مفصل بحث وسو.
    یاده دي وي، چي د رهبري هیئت دغه ډول ناستي هره میاشت د سوداګرو، تجارانو، صنعتکارانو او خصوصي سکټور د مالیاتي ستونزو د حل او د یاد ریاست د چارو د ارزوني او څارني په موخه ترسره کېږي.