د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کي د معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ، د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او مرستیالانو په ګډون د ۱۴۴۷ قمري کال د همغږۍ څلورمه ناسته ترسره سوه.
د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو تر تلاوت وروسته د پیل خبري معین صاحب وکړې، نوموړي د چارو د غوره والي او مراجعینو ته پر وخت د خدمتونو وړاندي کولو د دواړو ریاستونو ترمنځ پر همږغۍ او مشورې د ټینګار ترڅنګ مسؤلینو ته اړیني سپارښتني وکړې.
معین صاحب په خپلو خبرو کي زیاته کړه: « دا وطن مو ګډ کور دی، خدمت ئې زموږ او ستاسي مسؤلیت دی، د دې له پاره چي دا مسؤلیت په ښه توګه ترسره کړو، نو د پرمختګ له پاره باید په خپلو منځو کي سره مشورې وکړو او ملي ګټو ته اولویت ورکړو.»
په دې ناسته کي د مستوفیتونو او ګمرکونو تر منځ پر همږغۍ، هغه شرکتونه چي مالیاتي باقیات ئې نه دي تصفیه کړي، د صنعتي شرکتونو پر ۲ سلنه انتفاعي مالیې، د روغنیاتو د جوازونو او د بارچالاني شرکتونو د ګمرکي او مالیاتي ستونزو د حل په موخه تر هر اړخیز بحث وروسته لازمي پرېکړي وسوې.
د عوایدو او ګمرکونو معینیت د همغږي ناستي هر میاشت د اړوند ریاستونو ترمنځ د اړیکو د پراخېدو او ستونزو د حل په موخه د معین صاحب په مشرۍ ترسره کېږي.