• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د ترانزیټي او لوژستیکي شرکتونو د مالي برخو کارکوونکو ته روزنیز سیمینار وړاندي سو!

    14 میزان 1404
    د عوایدو لوی ریاست له لوري د ترانزیټي او لوژستیکي شرکتونو د مالي برخي کارکوونکو ته د ابتدائي سنجش او بررسۍ پروسو ترڅنګ د E-Filing سیسټم د مؤثري کاروني په موخه یو ورځنۍ سیمینار ترسره سو.
    په دغه سیمینار کي، چي د عوایدو او ګمرکونو په ملي اکاډمۍ کي ترسره سو؛ د دوو تنو روزونکو له لوري د ترانزیټي او لوژستیکي شرکتونو د مالي برخي کارکوونکو ته د مالیاتو د ډولونو، ابتدائي سنجش، د E- Filing سیسټم له لاري د اظهارنامو ډکولو، کلني بیلانس چمتو کولو، د مالیاتو د تحصیل پروسو او بررسۍ په اړه بشپړ معلومات وړاندي او د ښه پوهاوي له پاره ګډونوالو ته په عملي ډول د اظهارنامو د ډکولو طریقه ور وښودل سوه.
    د یاد سیمینار ګډونوال د عوایدو لوی ریاست له لوري مالیه ورکوونکو ته د ورته سیمینارونو قدرداني کوي، دا ډول روزنیز پروګرامونه د مالیه ورکوونکو د عامه پوهاوي له پاره اړین او خورا ګټور بولي او د عوایدو لوی ریاست څخه په راتلونکي کي د ورته روزنیزو پروګرامونه د ترسره کولو غوښتنه کوي.
    د عوایدو لوی ریاست د مالیه ورکوونکو د عامه پوهاوي د لوړولو په موخه د سیمینارونو یاده لړۍ پیل کړې، چي په مرسته ئې مالیه ورکوونکي د خپلو حقوقو، مکلفیتونو او د تحویل کړو مالیاتو د مصرف ځایونو په اړه معلومات ترلاسه کوي.