د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید او د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر د میدان وردګو ولایت له مستوفیت څخه لیدنه وکړ.
په دې لیدنه کي د یاد ولایت له مستوفي او کارکوونکو سره ناسته ترسره سوه، چي پکښي د چارو د لا ښه مدیریت او پرمختګ له پاره اړیني لارښووني وړاندې سوې. معین صاحب د اغېزمن مدیریت، د شفافیت د ټینګښت او د مالیه ورکوونکو د ستونزو د حل په برخه کي پر ژمنتیا او جدي هڅو ټینګار وکړ.
همدارنګه، د عوایدو لوی رئیس په خپلو خبرو کي د عوایدي اهدافو د ترلاسه کولو، له ولایتي ادارو سره د همغږۍ او د مالیاتو د راټولولو په برخه کي د تجارانو، صنعتکارانو او خصوصي سکټور له پاره د آسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ. نوموړي زیاته کړه: له مراجعه کوونکو سره نېکه رویه وکړئ، کارونه ئې پر وخت ترسره کړئ، د هغوی خدمت خپل مسؤلیت وګڼئ او هېڅکله په دې برخه کي د ستړیا احساس ونه کړئ.
په پای کي د مسؤلینو ستونزي او غوښتني واورېدل سوې او ډاډ ورکړل سو چي د ستونزو د حل او غوښتنو د پوره کېدو له پاره به لازم اقدامات عملي سي.