• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو او ګمرکونو معین او د عوایدو لوی رئیس کندهار ته سفر وکړ!

    7 میزان 1404
    د عوایدو او ګمرکونو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید او د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر کندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د مستوفیت او د ګمرک چاري له نږدې ولیدلي.
    د عوایدو او ګمرکونو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید او د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر لومړی له کندهار مستوفیت څخه لیدنه وکړه، د دغي لیدني پر مهال ئې له مستوفي او کارکوونکو سره ناسته درلوده، معین صاحب د یاد مستوفیت مسؤلینو ته د چارو د ښه والي او پرمختګ په موخه اړیني لارښووني وکړې.
    د عوایدو لوی رئیس هم د مستوفیت د عوایدي هدف د ترلاسه کولو، د مرکز او ولایتي ادارو تر منځ پر همږغۍ، د مالیاتو په برخه کي تجارانو، صنعت کارانو او خصوصي سکټور ته د آسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار وکړ او لازمي سپارښتني ئې وکړې.
    تر دې ناستي وروسته ئې له کندهار ګمرک څخه د لیدني پر مهال د یاد ګمرک له رئیس او مسؤلینو سره ناسته وکړه او د ګمرک د چارو ارزونه ئې وکړه. معین صاحب پر وخت د عوایدي هدف د ترلاسه کولو او سوداګرو ته په ګمرکي چارو کي د لا ډېرو سهولتونو د رامنځته کولو په موخه مسؤلینو ته اړین هدایات وکړل.
    په دواړو لیدنو کي د مستوفیت او ګمرک د مسؤلینو ستونزي او غوښتني واورېدل سوې، غوښتنو د رسېدو او ستونزو ته د حل په موخه، ډاډ ورکړل سو.
    د یاد سفر موخه د عوایدو د شفافیت، سوداګرو ته د سهولتونو رامنځته کول او د ولایتي ادارو ترمنځ د همږغۍ ارزونه وه.