• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست د مالیه ورکوونکو ۹۹ شکایتونه څېړلي دي!

    3 میزان 1404
    د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست د روان کال په دوهمه ربعه کي د مالیه ورکوونکو څخه د ترلاسه سوو شکایتونو څخه ۹۹ قضیې د قانون مطابق تر څېړني وروسته حل او فصل، د ۱۵ شرکتونو قضیې بشپړي ، ۲۹ اعتراضونه د مالیاتي شخړو د حل بورډ ته راجع او د ۷ قضیو په اړه اسناد او شواهد محکمې ته وړاندي کړي دي.
    د مالیه ورکوونکو شکایتونو ته پر وخت رسېدنه او د هغو حل او فصل کول د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست له لومړیتوبونو څخه دي. یاد ریاست هڅه کوي، چي په دې برخه کي مالیه ورکوونکو ته غوره او مؤثر خدمات وړاندي او د هغوی ستونزي په چټکۍ سره حل کړي، تر څو د مالیاتي سیسټم شفافیت او د مالیه ورکوونکو رضایت تضمین سي.