• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    سیاحتي شرکتونو ته د مالیاتو په اړه روزنیز سیمینار تر سره سو!

    2 میزان 1404
    د عوایدو او ګمرکونو په ملي اکاډمۍ کي د مالیاتو په اړه روزنیز سیمینار ترسره سو، چي په کي د سیاحتي شرکتونو د مالي برخي کارکوونکو ته د مالیاتي سیسټمونو په اړه عملي او مفصل معلومات وړاندي سول.
    په دې پروګرام کي د عوایدو لوی ریاست د مالیاتو د عامه پوهاوي کارپوه عبادالله درمان ګډونوالو ته د مالیې وزارت د تشکیل او مسؤلیتونو، د مالیاتو د نورمونو، د مالياتو د سنجش، کلني بیلانس، د E-Filling سیسټم په مرسته د اظهارنامو د ډکولو او د بررسۍ پروسې په اړه معلومات ورکړل.
    ګډونوال د دغه سیمینار له ترسره کېدو خوښ دي او وایي، چي دا ډول روزنیز پروګرامونه د دوی د مالي چارو د سمون او د مالیاتي ستونزو د حل په برخه کي خورا ګټور دي. هغوی زیاتوي، په دا ډول سیمینارونو کي تر برخه اخیستلو وروسته د مالیاتو په برخه کي د دوی ستونزي کمیږي او کولای سي خپل مالیات پرته له ځنډ او ستونزو تصفیه کړي.
    د سیمینار په پای کي د ګډونوالو پوښتني او غوښتني د مسؤلینو له لوري واورېدل سوې او د تعقیب له پاره ئې یادښتونه واخیستل سول.
    یاده دې وي، چي د عوایدو لوی ریاست د مالیاتو عامه پوهاوي پروګرامونه په پرله ‌پسې ډول د خصوصي سکټور مالیه ورکوونکو ته وړاندي کوي، څو هغوی د خپلو مکلفیتونو په اړه روښانه معلومات ترلاسه او له ستونزو پرته خپل مالیات تصفیه کړي.