• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د باختر پوهنتون محصلانو او استادانو ته د مالیاتی سیسټمونو روزنیز سیمینار وړاندي سو!

    2 میزان 1404
    یاد سیمینار د باختر پوهنتون د غونډو په تالار کي د عوایدو د حقوقي اسنادو او پالیسي جوړولو آمر، د مالیاتو کارپوه، د یاد پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو، د اقتصاد، حقوق او سیاسي علومو پوهنځیو د محصلانو په ګډون ترسره سو.
    په دې سیمنیار کي د عوایدو لوی ریاست د مالیاتو کارپوه عبادالله درمان ګډونوالو ته د مالیې وزارت د جوړښت او دندو، د مالیاتو ډولونو، د مالیې اخیستلو پر پروسو، د اسلامي امارت له لوري د رامنځته سوو معافیتونو او تخفیفونو او له مالیه ورکوونکو څخه د راټولو سوو عوایدو د مصرف د څرنګوالي په اړه مفصل معلومات وړاندي کړل.
    د باختر پوهنتون استادانو او محصلانو ټینګار وکړ، چي دغه ډول سیمینارونه د محصلانو له پاره خورا ارزښتناک دي، دوی ته د مالیاتو په اړه ژور او عملي معلومات ورکوي، چي په راتلونکي کي به له دوی سره په کاري ډګر کي ډېره مرسته وکړي. هغوی د عوایدو لوی ریاست څخه وغوښتل چي د محصلانو او استادانو د ظرفیت لوړوني له پاره دي ورته سیمینارونه په دوامدار ډول ترسره کړي.
    سیمینار د محصلانو د پوښتنو او د مسؤلینو له لوري د هغو د ځوابونو په لړۍ سره پای ته ورسېد.
    د یادونې وړ ده، چي د عوایدو لوی ریاست له لوري د مالیاتو په اړه د عامه پوهاوي سیمینارونه د بېلابېلو خصوصي سکټورونو مالیه ورکوونکو ته ترسره سوي او دا لړۍ به لا جریان ولري.