• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    الحاج مولوي سفر محمد سحر

    الحاج مولوي سفر محمد سحر د مولوي سید محمد زوی، د ۱۳۵۵ هجري لمریز کال د میزان پر درېیمه نېټه د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ د ببرکلي په یوې دینداره، جهادي او علم‌ پروره کورنۍ کي زېږېدلی دئ
    زده کړي:
    لومړنۍ زده کړي ئې په خپل کور کي د خپل پلار تر څارني لاندي او ثانوي زده کړي ئې د کندهار په جهادیه مدرسه کي بشپړي کړي. د اسلامي زده کړو د وړې دورې له پاره کوېټې ته ولاړ او د مفتي عبدالرازق صاحب تر لارښووني لاندي ئې خپلي زده کړي یاده دوره بشپړه کړه. د لوې دورې لپاره ئې د کوېټې په پښتون ‌آباد سیمه کي د حافظ فضل صاحب مدرسه وټاکله او خپله لویه دوره ئې همالته ترسره کړه.
    جهادي خدمتونه:
    مولوي سفر محمد سحر د یوې جهادي کورنۍ د غړي په توګه د مولوي محمود صاحب او ملا محمد ناصر اخند تر قوماندې لاندي په جبل‌ السراج، کندز او تخار کي د جهاد په لیکو کي اوږد مهاله فعالیتونه ترسره کړي دي.
    د اسلامي امارت د لومړۍ دورې دنده:
    • د حمل او نقل ریاست په وړاندیز او د ریاست‌الوزراء عالي مقام په حکم د ټرانسپورټ او هوانوردۍ وزارت د خصوصي سکتور د ریاست اداري مرستیال.
    د شل کلني مبارزې پر مهال مسؤلیتونه:
    • د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ ملکي ولسوال.
    • د شلګر او ګیلان ولسوالیو نظامي ولسوال.
    • د پکتیکا د ولایتي کمیسیون غړی.
    • په اقتصادي کمیسیون کي بېلابېلې دندي، په ځانګړي ډول د بغلان ولایت د چشمه ‌شیر ګمرک مسؤلیت، چي یاد ګمرک د کابل او شمالي ولایتونو د اکمالاتو مهمه لاره وه.
    د اسلامي امارت د دوهمي دورې پرمهال دندي
    • د کندز ولایت د ګمرک رئیس.
    • د بلخ ولایت د حیرتان بندر د ګمرک رئیس.
    • د کندهار ولایت د ګمرک رئیس.
    اوسنی مسؤلیت:
    الحاج مولوي سفر محمد سحر د ۱۴۴۷/۲/۲۲ نېټې د ریاست‌الوزراء عالي مقام د حکم له مخي د عوایدو لوی رئیس وټاکل سو او د ۱۴۰۴/۶/۴ نېټه رسماً خپلي دندي ته پیل وکړ.
    ځانګړتیاوي
    نوموړی د خپل اخلاص، امانت، تجربې او رهبري وړتیا له امله د اسلامي امارت له مشرانو د ځانګړي پاملرني او باور څښتن دئ.