• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو او ګمرکونو معینیت او خصوصي سکټور د څلورګونو خونو ترمنځ د ستونزو د حل ګډي کمېټې پنځمه ناسته ترسره سوه!

    30 سنبله 1404
    د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کي د یاد معینیت او د خصوصي سکټور د څلوروګونو خونو ترمنځ د ستونزو د حل په موخه د ګډي کمېټې پنځمه ناسته د معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د اړوندو ریاستونو د رئیسانو، مشاورینو، مرستیالانو، د کمېټې د غړو او د سوداګرۍ او پانګوني، د افغانستان او پاکستان د ګډي سوداګرۍ او پانګوني، د دوکاندارانو او کسب کارانو او د کانونو او صنایعو خونو د استازو په ګډون ترسره سوه.
    د غونډي پیل د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره وسو. د عوایدو او ګمرکونو معین په خپلو خبرو کي ټینګار وکړ، چي مسؤلیت امانت دئ او په امانت کي هر ډول خیانت منفي پایلي لري. نوموړي وویل: مسؤلین باید د ولس خدمت خپل مهم مسؤلیت وبولي او هیڅکله د ستړیا احساس و نه کړي. خپلي ستونزي په ډاډه زړه او مستقیم ډول له موږ سره شریکي کړئ، ترڅو پر وخت ورته د حل لاري په ګوته سي، زموږ او ستاسي ترمنځ همغږي او همکاري د ستونزو د حل یوازینۍ لاره ده.
    په ناسته کي د خصوصي سکټور له پاره د سهولتونو د رامنځته کولو په موخه د بېلابېلو ګمرکي بندرونو له پاره د هنګرونو، سړو خونو او پارکینګونو پر جوړولو، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لویو موټرو د تګ راتګ په موخه پر TAD عبوري سند، په ګمرکونو کي د لویو موټرو پر ځنډ او د وارداتي توکو د کنټرول پر ستونزو خبري او بحث ترسره سو.
    په دې ناسته کي د ګډونوالو ستونزي او غوښتني واورېدل سوې، د کمېټې له خوا پرې بحث وسو او د حل له پاره ئې لازمي لاري چاري وټاکل سوې.
    یادي ناستي د امیرالمؤمنین حفظه الله د ۳۷۵۸ ګڼه، د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شوال میاشتي ۲۳ نېټې حکم پر اساس ترسره کېږي. د دغه حکم له مخي د مالیې او ټرانسپورټ وزارتونو او خصوصي سکټور د څلورګونو خونو ترمنځ یوه ګډه کمېټه جوړه سوې ده، چي د خصوصي سکټور ستونزي او غوښتني څېړي او د حل مناسبي لاري ورته مشخصوي.