• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د دعوت پوهنتون استادانو او محصلانو ته د مالیاتو د عامه پوهاوي سیمینار وړاندي سو!

    29 سنبله 1404
    یاد سیمینار د دعوت پوهنتون د غونډو په تالار کي د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ رئیس، د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمر، د مالیاتو کارپوه، د یاد پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو او د اقتصاد،  حقوق او سیاسي علومو او کمپیوټر ساینس پوهنځیو محصلانو په ګډون ترسره سو!
    په دې سیمینار کي د عوایدو لوی ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمر روزي محمد نېکمل د سیمنیار ګډونوالو ته د مالیې وزارت پر دندو، د عوايدو پر را ټولېدو،  د مالیاتو ډولونو، د مالیې اخیستلو پر پروسو، د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري په مالیاتو کي د رامنځته سوو معافیتونو او کمښتونو او له مالیه ورکوونکو څخه د اخیستل سوي مالیې د مصرف د ځایونو په اړه تفصیلي معلومات وړاندي کړل.
    د دعوت پوهنتون استادان او محصلان د عوایدو لوی ریاست د دې اقدام د ستایني ترڅنګ وایي، چي دا ډول سیمینارونه د محصلانو له پاره ډېر ګټور دي، محصلان د مالیاتو په اړه ډېر معلومات ترلاسه کوي، چي په راتلونکي کي به له دوی سره په کاري ډګر کي ډېره مرسته وکړي. دوی د محصلانو او استادانو د ظرفیت لوړوني له پاره د عوایدو لوی ریاست څخه د ورته سیمینارونو د بیا ترسره کېدو غوښتنه کوي. 
    د سیمینار په پای کي د مالیاتو اړوند د محصلانو پوښتنو ته ځوابونه وویل سول. د عوایدو لوی ریاست له لوري د مالیاتو په اړه د عامه پوهاوي سیمینارونه د خصوصي بېلابېلو خصوصي سکټورونو مالیه ورکوونکو ته ترسره سوي او دا لړۍ به لا جریان ولري.