د عوایدو لوی ریاست د رهبري هیئت پنځمه ناسته ترسره سوه!
26 سنبله 1404
د ۱۴۴۷ هـ ق کال د رهبری هیئت پنځمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کي د عوایدو لوی رئیس په مشرۍ، د مرستیالانو او رئیسانو په شتون کي ترسره سوه!
ناسته د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل سوه، د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر د تېرو ناستو راپور واورېده، وروسته د عوایدو د تحقیق، پلان او نظارت ریاست له لوري د روان کال له پیل د سنبلې تر ۲۵د عوایدي هدف او ترلاسه سوو عوایدو د څرنګوالي راپور وړاندي سو، د عوایدي راپور له مخي په تېرو شپږو میاشتو کي د عوایدو لوی ریاست توانیدلای، چي له ټاکل سوي هدف څخه تقریبا ۵٪ لوړ عاید ترلاسه کړي.
ښاغلي سحر د عوایدو لوی ریاست د عوایدي هدف په ترلاسه کولو خوښي وښوده او زیاته ئې کړه: ستاسو د اخلاص او صداقت پایله ده، چي نن مو تر ټاکل سوي هدف زیات عواید ترلاسه کړي.
نوموړي د چارو د سمون، لا پراختیا او ولایتي ادارو سره د همغږۍ په موخه ګډونوالو ته اړیني سپارښتني وکړې. نوموړي وویل: له ولایتي همکارانو سره هم مستقیمي اړیکي ټینګي کړئ، هر ډول غوښتني او ستونزي ئې پر وخت واورئ، د حل لاري ورته په ګوته او له مشرانو سره ئې شریکي کړئ.
د ناستي په جریان کي د عوایدو لوی ریاست اړوند پر یو شمېر نورو مهمو موضوعات هم بحث او خبري وسوې.
ناسته د خیر او پرمختګ په دعا سره پای ته ورسېده.