• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست آمرینو ته د طرز سلوک سیمینار ترسره سو!

    عوایدو لوی ریاست آمرینو ته د طرز سلوک سیمینار ترسره سو!.jpeg

    26 سنبله 1404
    په اداره کي د طرز سلوک تر عنوان لاندي سیمینار، چي په کښي د عوایدو لوی رئیس، تخنیکي مرستیال، د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ رئیس او د عوایدو لوی ریاست آمرینو ګډون درلود؛ د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کي ترسره سو.
    یاد سیمینار د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پیل سو، د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په چارو کي د شفافیت، عدالت او انصاف پر ګټو او ارزښت خبري وکړې؛ نوموړي وویل: عدالت د هر نظام له پاره اړین دئ، عدالت نظام ته استحکام او پايښت ورکوي، په هر هغه نظام کي، چي عدالت او انصاف نه وي، یوه ورځ حتماً له منځه ځي، تاسي خپلي ټولي چاري د شفافیت پر اساس ترسره کړئ، هیڅ ډول فساد د زغملو وړ نه دئ او له فساد کوونکو سره به جدي قانوني چلند کېږي.
    نوموړي همدارنګه آمرینو ته د چارو او فعالیتونو د ترسره کولو او غوره پایلي ترلاسه کولو په موخه اړیني سپارښتني وکړي. او زیاته ئې کړه په خپلو کارونو کي له اخلاص او تقوا څخه کار واخلئ او د خلګو کارونه د تل په څېر پرته له خنډ او ځنډ ترسره کړئ.
    د عوایدو تخنیکي مرستیال عبدالولي نوري د سیمینار ګډونوالو ته د طرز سلوک اړوند پرزنټېشن وړاندي کړ، چي د امارت په چوکاټ کي د مامورینو دندي او مکلفیتونه ئې اساسي ټکي وه. نوموړي وویل: امارتي کارکوونکي په اصل کي د خلګو خدمت کوونکي دي او باید خلګو ته کار په وخت ترسره کړي. نظم او ډیسپلین د اداراتو اصل دئ او له رئیس څخه تر اجیر پوري ټول ئې پر رعایتولو مکلف دي.
    د عوایدو تخنیکي مرستیال زیاته کړه مسلکي اجرات‌، ثبات، صداقت، شفافیت او بې طرفي د امارتي ادارو د پرمختګ له پاره اړین عناصر دي.
    سیمنار د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.