د عوایدو او ګمرکونو معین له مستوفیتونو سره انلاین ناسته ترسره کړه!
24 سنبله 1404
د عوایدو او ګمرکونو معین له لوري د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر د یوې ځانګړي انلاین ناستي په ترڅ کي د هیواد د ۳۴ ولایتونو مستوفیانو ته ور وپېژندل سو.
یاده غونډه د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کي د عوایدو او ګمرکونو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ، د عوایدو لوی رئیس، مرستیالانو او ټولو مستوفیانو په ګډون ترسره سوه. غونډه د قرآن عظیمالشان د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پیل سوه؛ وروسته د عوایدو او ګمرکونو معین ګډونوالو ته د نوي رئیس د معرفت ترڅنګ اړیني سپارښتني او لارښووني وکړې.
معین صاحب په خپلو څرګندونو کي وویل، مسؤلین دي خپلي چاري په حکمت، اخلاص او صداقت ترسره کړي، له ماتحت مامورینو او مراجعینو سره دي له ښه چلند، نیکو اخلاقو او نرمښت څخه کار واخلي او د چارو د شفافیت او موثریت له پاره دي هره میاشت اړوند راپورونه ترتیب او له مافوق ادارې سره ئې شریک کړي. نوموړي زیاته کړه، چي د عوایدي اهدافو د ترلاسه کولو او پرمختګ له پاره د عوایدو لوی ریاست او مستوفیتونو تر منځ همغږي او یووالی اړین دئ.
د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په خپلو څرګندونو کي له مستوفیانو څخه د مسؤلیتونو د ترسره کولو پر مهال د اخلاص او صداقت غوښتنه وکړه او د مستوفیتونو د پرمختګ او بهبود له پاره ئې د هغوی مشورې او نظریات ارزښتناک وبلل. نوموړي ټینګار وکړ، چي د عوایدو لوی ریاست او مستوفیتونو ترمنځ همغږي د ادارې د پرمختګ او د چارو د سمون لامل کېږي.
په غونډه کي مستوفیانو د عوایدو لوی رئیس ته د نوي مسؤلیت مبارکي او په چارو کي د بریا او لاسته راوړنو د دعا ترڅنګ د همکارۍ ډاډ ورکړ. مستوفیانو خپلي ستونزي، نظریات او غوښتني د عوایدو لوی رئیس سره شریکي کړې، چي د حل او رسېدني ډاډ ورکړل سو.