• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی رئيس د پروان له والي او د کاپیسا له مستوفي سره ولیدل!

    د عوایدو لوی رئيس د پروان له والي او د کاپیسا له مستوفي سره ولیدل-01(1).jpg

    22 سنبله 1404
    د عوایدو لوی رئیس د مرکزي زون له مستوفیتونو څخه د لیدنو په لړ کي د پروان مستوفیت سره د همکارۍ په موخه د یاد ولایت له والي او د کاپیسا له مستوفي سره لیدلي دي، په دې لیدنو کي د عوایدو لوی رئیس سره د بررسۍ رئیس هم مل وو.
    د پروان مستوفیت سره په چارو کي د همغږۍ په موخه ناسته د یا ولایت په مقام کي ترسره سوه، چي د پروان والي د عوایدو لوی رئیس ته د مستوفیت سره د پوره همغږۍ او په چارو کي د همکارۍ ډاډ ورکړ.
    وروسته د عوایدو لوی رئیس او ورسره مل پلاوي د کاپیسا مستوفیت د کارونو د څارني او ارزوني په پار یاد ولایت ته سفر وکړ او هلته ئې له مستوفي او کارکوونکو سره ولیدل.
    په دې لیدنه کي د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر د یاد مستوفیت کارکوونکو ته د کارونو د بهبود له پاره اړیني سپارښتني وکړې. نوموړي وویل: په چارو کي له دقت او سرعت کار واخلئ، مراجعینو سره په احسنه طریقه چلند وکړئ او کارونه ئې پر وخت ترسره کړئ.
    ښاغلي سحر د کاپیسا مستوفیت ته د ورغلي تفتیش سپارښتني تعقیب کړې، چي تر ډېري کچي عملي سوي وې.
    په لیدنه کي د عوایدو بررسۍ رئیس د میاشتنیو، ربعوارو او کلنیو راپورونو په ترتیبولو کي خپلي تجربې د یاد مستوفیت له کارکوونکو سره شریکي کړې.
    د ناستي په پای کي د کاپیسا مستوفي له لوري د عوایدو لوی رئیس ته ډاډ ورکول سو، چي سپارښتني به ئې په دقیقه توګه عملي کړي.