• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د ولایتي عوایدو د همغږۍ په موخه له مستوفیتونو سره انلاین ناسته ترسره سوه!

    20 سنبله 1404
    په دې انلاین ناسته کي د عوایدو لوی رئیس، عملیاتي مرستیال، د پلان، څیړني او ارزوني رئیس، د ولایتي عوایدو د پراختیا او همغږۍ رئیس، او د ټاکل سوو لسو ولایتونو مستوفیانو او آمرینو ګډون درلود، چي موخه ئې د روان کال د لومړۍ ربعي د را ټولو سوو عوایدو ارزونه وه.
    ناسته د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل سوه، وروسته د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر د لسو مستوفیتونو د ۱۴۰۴ مالي کال د لومړۍ ربعي د راټولو سویو عوایدو ارزونه ترسره کړه. نوموړي په ترلاسه سوو عوایدي اهدافو خوښي څرګنده کړه او په راتلونکي کي د عوایدي اهدافو د ترلاسه کولو په موخه ئې ګډونوالو ته لازمي لارښووني وکړې.
    نوموړي وویل: له مراجعینو سره له غوره چلند کار واخلئ، په خپلو کارونو کي تل صادقه اوسئ او په خپلو منځونو کي د تېر په څېر همغږي اوسئ، تر څو ټاکل سوي اهداف په خپل وخت ترلاسه کړئ.
    په دې انلاین ناسته کي د عوایدو لوی رئیس له لوري د مستوفیتونو ستونزي او غوښتني واورېدل سوې او ډاډ ورکول سو، چي یادو ستونزو او غوښتنو ته به ژر رسېدنه وسي.