• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی رئیس له دوو ریاستونو څخه د فعالیتونو د ارزوني په موخه لیدنه ترسره کړه!

    20 سنبله 1404
    د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر د غیر مالیاتي عوایدو او د پلان، څیړني او ارزوني له ریاستونو څخه لیدنه وکړه. نوموړي د یادو ریاستونو له آمرینو او مدیرانو سره ناسته درلوده او د چارو بهیر ئې له نږدې وڅاره.
    د لیدني پر مهال د ریاست د کارکوونکو ستونزي هم واورېدل سوې. د عوایدو لوی رئیس په چارو کي پر اخلاص او صداقت ټینګار وکړ، د مشرتابه له لوري د راغلو فرمانونو او حکمونو په ښه بڼه د تطبیق له پاره ئې مسؤلینو ته اړیني لارښووني وکړې.
    الحاج مولوي سفر محمد سحر زیاته کړه، چي د خدمتونو د کیفیت د لوړولو او د چارو د څارني په موخه د اړوندو ریاستونو پرله‌ پسې ارزوني او لیدني به دوام ولري