• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    دعوایدو لوی رئیس له پروان مستوفیت څخه لیدنه وکړه!

    13 سنبله 1404
    د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي صفر محمد سحر او د عوایدو د بررسۍ رئیس اديب عزیزالحق حقپال نن پنجشنبه، د ۱۴۴۷/۰۳/۱۱ نېټه، د پروان مستوفیت ته د کارونو د نظارت او ارزوني په موخه لیدنه وکړه.
    په دې سفر کي، د عوایدو لوی رئیس د پروان مستوفیت له مستوفي او کارکوونکو سره ناسته درلوده. نوموړي د چارو د لا ښه والي، د کارونو د دقت او سرعت د زیاتوالي، او د مالیه ورکوونکو سره د ښه تعامل په اړه هر اړخیزي سپارښتني وکړې. همدارنګه ئې د تفتيش د سپارښتنو د تعقیب وضعیت وارزاوه، چي په بریالیتوب سره په مستوفیت کي عملي سوي وي.
    ورپسې د عوایدو د بررسۍ رئیس اديب عزیزالحق حقپال د بررسۍ په برخه کي د خپلو تجربو د شریکولو ترڅنګ د پروان مستوفیت د بررسۍ له مسؤولینو او کار کوونکو سره د اجراآتو د لا پیاوړتیا او سرعت په اړه خبري وکړې. هغه د تخنیکي موضوعاتو او د میاشتنیو، ربعوار او کلنیو راپورونو په جوړولو هم رڼا واچوله.
    په پای کي د پروان مستوفیت له لوري د عوایدو د لوی رئیس سفر وستایل سو او ډاډ ورکول سو، چي وړاندي سوې سپارښتني به په دقت سره تطبیق او عملي سي.