• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی رئیس له بررسۍ ریاست څخه لیدنه وکړه!

    13 سنبله 1404
    د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي صفر محمد سحر له بررسۍ ریاست څخه لیدنه وکړه. نوموړي د یاد ریاست له آمرینو او مدیرانو سره ناسته درلوده او د چارو بهیر ئې له نږدې وڅاره.
    د لیدني پر مهال د ریاست د کارکوونکو ستونزي هم واورېدل سوې. د عوایدو لوی رئیس ټینګار وکړ چي کارکوونکي دي په خپلو دندو کي له اخلاص او صداقت څخه کار واخلي، د مشرتابه له لوري د بررسۍ په برخه کي راغلي فرمانونه او حکمونه په ښه بڼه تطبیق کړي، له مراجعه کوونکو سره سهولت وکړي او دوسیې ئې پر وخت خلاصي کړي
    الحاج مولوي صفر محمد سحر زیاته کړه، چي د خدمتونو د کیفیت د لوړولو او د چارو د څارني په موخه د اړوندو ریاستونو پرله‌ پسې ارزوني او لیدني به دوام ولري.