د عوایدو لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوي صفر محمد سحر د مالیه ورکوونکو د خدمتونو (عرضه خدمات) او د کوچنیو مالیه ورکوونکو له ریاستونو څخه لیدنه ترسره کړه، د دغي لیدني پر مهال ئې د یادو ریاستونو له آمرینو او مدیرانو سره ناسته وکړه، د هغوی فعالیتونه ئې له نږدې ولیدل او ستونزي ئې واورېدې.
الحاج مولوي صفر محمد سحر ټولو کارکوونکو ته هدایت وکړ، چي په خپلو کارونو کي اسلامي نظام او ولس ته ریښتني پاتي سي، خپلي چاري پر خپل وخت او غوره توګه ترسره کړي. نوموړي زیاته کړه: هر مسؤل باید خپل مسؤلیت ته پوره متوجه سي، په چارو کي له اخلاص، صداقت او عدالت څخه کار واخلي، مراجعه کوونکو سره په ورین تندي او ښو اخلاقو خبري وکړي، ستونزي او چاري ئې پر وخت حل کړي.
همدارنګه نوموړي د یادو ریاستونو کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چي د کارونو د ښه والي په موخه په خپلو کي همږغي لا زیاته کړي.
د عوایدو لوی رئیس د اړوندو ریاستونو د چارو د څارني او مراجعه کوونکو ته د خدمتونو د کیفیت ارزوني په موخه د بېلابېلو ریاستونو څخه لیدني ترسره کوي.