• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست د رهبري هیئت څلورمه ناسته ترسره سوه!

    د عوایدو لوی ریاست د رهبري هیئت څلورمه ناسته ترسره سوه.jpg

    9 سنبله 1404
    نن د عوایدو لوی ریاست د رهبری هیئت ناسته د عوایدو لوی رئیس، مرستیالانو او رئیسانو په شتون کي د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کي ترسره سوه.
    غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل سوه. وروسته د عوایدو لوی رئیس، الحاج مولوي صفر محمد سحر، ګډونوالو ته لارښوونه وکړه، چي په خپلو چارو کي له اخلاص او صداقت څخه کار واخلي.
    نوموړي ټینګار وکړ، چي په ټولو مجلسونو کي پرېکړي باید د قوانینو او اصولو پر بنسټ وسي او د قوانینو په تطبیق او عملي کولو کي باید بشپړه هڅه وسي.
    د غونډي په ترڅ کي د عوایدو لوی ریاست اړوند پر یو شمېر مهمو عوايدي موضوعاتو او د مالياتي پروسو پر ساده کولو بحث وسو.
    غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېد