• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی رئیس د یاد ریاست له ټولو کاري شعبو څخه لیدنه وکړه!

    8 سنبله 1404
    د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي صفر محمد سحر د یاد ریاست د معاونیتونو، اړوند ریاستونو، آمریتونو او عمومي مدیریتونو څخه لیدنه وکړه.
    په دغه لیدنه کي الحاج مولوی صفر محمد سحر د یاد ریاست کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چي د اسلامي نظام او ولس سره ریښتیني واوسي. نوموړي زیاته کړه، موږ او تاسي باید د اسلامي نظام شکرانه ادا کړو او د کارونو د ښه والي او پر وخت د اهدافو د ترلاسه کولو په موخه باید هر مسؤل خپل مسؤلیت پر خپل وخت او دقت سره ترسره کړي.
    د لیدني پرمهال د آمریتونو د فعالیتونو او چارو په اړه بشپړ معلومات، د آمریتونو ستونزي او غوښتني له لوی رئیس سره شریکي سوې، چي د نوموړي له لوري د رسیدګۍ ډاډ ورکول سو.
    د یادوني وړ ده، چي الحاج مولوي صفر محمد سحر، د رواني میاشتي پر ۴ مه نېټه د عوایدو د لوی رئیس په توګه معرفی سوی دئ.