د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کي د مالیه ورکوونکو له خوا ۱۶۰ شکایتونه ترلاسه کړي دي، چي له دې جملې څخه ۱۳۷ قضیې د قانون مطابق تر څېړني وروسته حل او فصل سوي دي، او پاتي نور شکایتونه لا هم د قانوني پروسې په پړاوونو کي دي.
د مالیه ورکوونکو شکایتونو ته پر وخت رسېدنه او د هغو حل او فصل کول د مالیې وزارت له لومړیتوبونو څخه دي. یاد وزارت هڅه کوي، چي په دې برخه کي مالیه ورکوونکو ته غوره او مؤثر خدمات وړاندي او د هغوی ستونزي په چټکۍ سره حل کړي، تر څو د مالیاتي سیسټم شفافیت او د مالیه ورکوونکو رضایت تضمین سي.