د عوایدو لوی ریاست استازو د BRITACOM سازمان له لوري په دایر سوي دوه ورځني انلاین کنفرانس کي ګډون وکړ!
25 اسد 1404
په دې انلاین کنفرانس کي د عوایدو تخنیکي مرستال، د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ رئیس، د نړیوالو مالیاتو آمر او د مالیاتو متخصص د عوایدو لوی ریاست په استازولي برخه اخیستې وه.
د BRITACOM (Belt and Road Initiative Tax Administration Cooperation of Mechanism) سازمان له لوري د دغه انلاین کنفرانس مشري د ایټالوي پروفیسور سټیف او ګریلي پر غاړه درلوده، چي ګډونوالو ته ئې د مالیاتي معاهداتو اساسات، د دوه ګونو مالیاتو د مخنیوي پر لارو چارو، مالیاتي معافیتونو او د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کي د مالیې تابع عوایدو پرڅرنګوالي خبري وکړې.
د BRITACOM (Belt and Road Initiative Tax Administration Cooperation of Mechanism) سازمان د غړیو هیوادونو د مالیاتي نظامونو د تقویې او د هغوی سره د غوره مالیاتي نظامونو د رامنځته کولو په موخه په عملیاتي، فني او تخنیکي برخو کي مرستي ترسره کوي.
د یادولو ده، چي افغانستان د یاد سازمان غړیتوب لري او د دغه سازمان په هره ناسته کي ګډون ترسره کوي.