نېټه ۱۴۴۷/۲/۲۰ هـ ق
د تغیر او تبدیل اصل او د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د ۳۴۶/۹۸۹ ګڼه ۱۵/۲/۱۴۴۷ نېټې فرمان پر اساس، د کابل، لغمان او بلخ ولایتونو له پاره نوي مستوفیان وټاکل سول.
د لغمان پخوانۍ مستوفي، غلام مصطفی مستسعد، د بلخ د نوي مستوفي په توګه د عوایدو او ګمرکونو معین، الحاج مفتي عبدالمتین سعید، له لوري، د یوې غونډي په ترڅ کي، چي د بلخ ولایت مرستیال والي، د کار کوونکو چارو رئیس، د ګمرک رئیس او نورو ولایتي مسؤلینو ګډون درلود، د مستوفیت کارکوونکو ته معرفي سو. د بلخ مرستیال والي د مخکیني مستوفي د هڅو ستاینه وکړه او نوي مستوفي ته ئې د هر اړخیزي همکارۍ ډاډ ورکړ.
د کابل پخوانۍ مستوفي، شیخ محمد امین حقاني، د لغمان د نوي مستوفي په توګه د عوایدو د مستوفیتونو مرستیال، نقیب الله عابد، له لوري د لغمان محترم والي ته معرفي سو، والي صاحب د مخکیني مستوفي د خدمتونو مننه وکړه، له نوي مستوفي ئې د همکارۍ غوښتنه وکړه او نوموړي ته ئې په چارو کي د بریالیتوب هیله څرګنده کړه، وروسته نوی مستوفي د لغمان مرستیال والي له لوري د مستوفیت کارکوونکو ته وپېژندل سو.
د بلخ پخوانۍ مستوفي، مولوي عبدالوهاب عمري، د کابل د نوي مستوفي په توګه د عوایدو او ګمرکونو معین، د عوایدو د مستوفیتونو مرستیال، د کابل محترم والي او رئیس دفتر له لوري د مستوفیت کارکوونکو ته معرفي سو، د معرفت پرمهال د کابل والي له نوي مستوفي سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
د مستوفیتونو په رهبري کي دا بدلونونه د چارو د لا اغېزمنتیا او د غوره پایلو د ترلاسه کولو په موخه ترسره سوي دي