• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست او د روغتونونو اتحادیې ترمنځ د مالیاتي ستونزو د حل په موخه ناسته ترسره سوه!

    8 اسد 1404
    یاده ناسته، چي د عوایدو او ګمرکونو معین په مشرۍ، د یاد معینیت د غونډو په تالار کي ترسره سوه پکښي، د عوایدو لوی رئیس، عملیاتي مرستیال، د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ رئیس، د مالیه ورکوونکو د خدمتونو وړاندي کولو رئیس او د روغتونونو اتحادیې استازو ګډون درلود.
    غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل سوه، د عوایدو او ګمرکونو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په پیلیزه وینا کي پر ملي ګټو، امنیت، پرمختګ او همدارنګه د طبی خدماتو پر ارزښت خبري وکړې. د یادي غونډي اصلي موضوع د هغو ډاکټرانو د مالیې ستونزه وه، چي له رسمیاتو پرته په روغتونونو کي عملیات ترسره کوي.
    په ناسته کي د روغتونونو اتحادیې ته وړاندیز وسو، چي د یادي ستونزي د حل له پاره ، یوه طرحه د عوایدو لوی ریاست ته وسپاري، تر څو دا طرحه د مسلکي کمېټې له ‌خوا و ارزول سي او یوه مناسبه حل لاره ورته وټاکل سي.
    همداراز، د اتحادیې استازو خپلي ستونزي او وړاندیزونه شریک کړل، او د عوایدو لوی ریاست مسؤلینو له لوري ورته د حل ډاډ ورکړل سو.