• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د کوچنیو مالیه ورکوونکو او بررسۍ ریاست کارکوونکو ته تصدیق پاڼي ورکړل سوې

    18 سرطان 1404
    د چنګاښ ۱۸مه ۱۴۰۴هـ.ل
    د مالیې وزارت د ګمرکونو او عواید ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم، د کوچنیو مالیه ورکوونکو او بررسۍ ریاست کارکوونکو ته جوړ سوی روزنیز پروګرام د تصدیق پاڼو په وېش سره پای ته ورسېد.
    په دغه پروګرام کي د عوایدو لوی ریاست عملیاتي مرستیال انجنير خان محمد ‌ذاکر، د عوایدو د بررسۍ رئیس عزیز الله ادیب، د دعوت او ارشاد ریاست مدرس شیخ محمد مبین امیني، د کارکوونکو چارو ریاست د ظرفیت لوړوني آمر مولوي محمد نادر همایون او د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ آمر بلال احمد احدي ګډون درلود.
    د غونډي په پیل وینا کي د عوایدو د بررسۍ رئیس عزیزالله ادیب په خپلو خبرو کي وویل، چي راسپارل سوي مسئولیتونه باید په پوره صداقت او ایماندارۍ ترسره کړو او خپلي نیمګړتیاوي باید د اړوندو ادارو لخوا د جوړو سویو روزنیزو پروګرامونو له لاري پوره کړو.
    وروسته بیا د کارکوونکو چارو ریاست د ظرفیت لوړوني آمر ښاغلي محمد نادر همایون په خپلو خبرو کي وویل، چي دغه پروګرامونه خورا ارزښمند ځکه دي، چي د وزارت لخوا د بیت المال په لګښت برابرېږي او تاسي ته وړاندي کېږي.
    هېره دي نه وي، چي له دې پروګرام څخه وروسته د لوګر ولایت د مستوفیت د عوایدي برخي (۲۴) تنو کارکوونکو له پاره د مالیاتي قوانینو، مالیاتي سیسټمونو او مالیاتي پروسیجرونو په تړاو (۲۳) ورځنی روزنیز پروګرام هم پرانیستل سو.