مفتي عبدالغفار سلیم
مفتي عبدالغفار سلیم د مولوي محمد سلیم زوی، د ۱۳۷۴ هـ.ل کال د غويي میاشتي په ۶مه نېټه د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ د زنګي آباد په یوه دیني کورنۍ کي زېږېدلی دئ۰
محترم سلیم خپلي دیني زدهکړي (حفظ، قرائت، تجوید، او تخصص فی الافتاء والقضاء) په پاکستان کي کړي، او د حدیثو دوره ئې په ۱۴۳۷ هـ ق کال کي د کراچي ښار په (جامعه دارالعلوم کراچي )کي بشپړه کړې ده.
نوموړي له فتحي څخه مخکي د ملا عبدالباري (ابوالخیر) او مولوي محمد سلیم حقاني سره په جهادي فعالیتونو کي د امریکایي اشغال پر وړاندي فعال حضور درلود، او ورسره ئې د دارالایتام او مدرسې د تدریس او اداري چارو مسؤلیت هم پر غاړه اخیستی وه.
له فتحي وروسته، مفتي صاحب د سوداګریز زون د بانکي او مالي محکمې د مفتي په توګه، بیا د مالیې وزارت د املاکو او تصدیو د حقوقي ستر سلاکار او د دغه وزارت د حقوقي بورډ غړی هم پاته سوی دئ. همدا راز، هغه د عوایدو لوی ریاست د پلان، تحقق او نظارت د رئیس په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
اوس مهال، ښاغلی مفتي صاحب د عوایدو لوی ریاست په چوکاټ کي د ولایتونو د عوایدو د همغږۍ او پراختیا د رئیس په توګه دنده ترسره کوي.