مولوي محمد نعیم مسرور د حاجي عبدالقاسم زوی، د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ د انډي کلي اوسېدونکی دئ. هغه په ۱۴۱۲ هـ.ق کال کي په یوه دینداره او مجاهده کورنۍ کي زیږېدلی دئ. خپلي لومړنۍ زده کړي ئې د ناوې ولسوالۍ په مرکزي مدرسه کي پیل کړې، او بیا ئې د دیني زده کړو دوام په کچلاک او خروټ آباد مدرسو کي له مشهورو علماو سره وکړ، وړه دوره ئې په کوئټه خروټ آباد کي د شیخ مفتي عبدالغني صاحب سره کړې او لوی دوره ئې په مرکزي خروټ آباد مدرسه(جامعه محمدیه دارالافتاء و الحدیث) کي له شیخ مفتی عبدالرازق کدنوي صاحب سره تکمیل کړه.
نوموړي د اسلامي امارت تر واکمنۍ مخکي، د مجاهد په توګه د اسلامي او ملي ارزښتونو د دفاع په موخه جهادي فعالیتونه ترسره کړي. د اسلامي امارت له بریا وروسته د مولوي محمد نعیم مسرور کاري مسئولیتونه
د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، مولوي محمد نعیم مسرور د هیواد په مهمو دولتي ادارو کي د پام وړ دندي ترسره کړي دي.
د فتحي په لومړیو کي د حیرتان ګمرک د تفتي موادو مسؤول وټاکل سو.
په ۱۴۰۱ هـ ش کال د افغانستان بانک په غوښتنه، د غزني ولایت د افغانستان بانک د ساتونکي قطعې قوماندان وټاکل سو.
د ښه مدیریت، فعالیت او وړتیا له امله، د افغانستان بانک رسمي کارمند سو او هلته ئې د مالي چارو په برخه کي ارزښتناک خدمت وکړ.
وروسته د مالیې وزارت د محترم وزیر هدایتالله بدري په حکم، د عوایدو عمومي ریاست د مالیاتي استخباراتو آمر وټاکل سو.
د مالي چارو په برخه کي د نوموړي د لاسته راوړنو، رهبري، علمي پوهي او ژمنتیا له امله، د ریاستالوزراء په حکم د تنفیذ او مالیاتي اطاعت پذیرۍ ریاست د رئیس په توګه وټاکل سو.
اوس مهال د کوچنیو مالیه ورکوونکو ریاست د رئیس په توګه خپل دنده پر مخ وړي.
مولوي محمد نعیم مسرور د خپل صداقت، لیاقت او قوي مدیریت له برکته د هیواد د مالي نظام په پیاوړتیا او د عوایدو د لوړولو په برخه کي مهم رول لوبولی دئ.