• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو او ګمرکونو لویو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ اتمه ناسته ترسره سوه!

    1 سرطان 1404
    د عوایدو او ګمرکونو معینیت د همغږۍ اتمه ناسته د معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ او د عوایدو او ګمرکونو د عمومي ریاستونو د رهبرۍ هیئت په ګډون؛ د یاد معینیت د غونډو په تالار کي ترسره سوه.
    د ناستي هدف د عوایدو او ګمرکونو لویو ریاستونو ترمنځ د لا اغېزمني همغږۍ رامنځته کول، د چارو سمون او د خنډونو له منځه وړل وو، همدا راز په ناسته کي د تجارانو، صنعتکارانو او مالیه ورکوونکو له پاره د مالیاتو د تحصیل او ګمرکي چارو په برخه کي د آسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه بحث او خبري وسوې.
    معین صاحب د ناستي ګډونوالو ته د کارونو د لا ښه تنظیم، شفافیت، همغږۍ، او اغېزمنتیا له پاره لازمي لارښووني وکړې، نوموړي ټینګار وکړ؛ چي مسؤلین باید خپلي دندي په لوړي مسلکي ژمنتیا، ریښتینولۍ او د باور وړ چلند سره ترسره کړي.
    ګډونوالو ژمنه وکړه، چي د اصلاحاتو، باور جوړوني او اغېزناک مدیریت له پاره به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.