نوم: نقیب الله عابد
د پلار نوم: انارګل
د زېږېدو کال: ۱۳۷۳ هـ ش
د زېږېدو ځای: د میدان وردګو ولایت، سیدآباد ولسوالي، د سالارو کلی،
زدهکړي:
نقیبالله عابد په ۱۳۷۳ هـ ش کال کي د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د سالار په کلي کي په یوه دینداره او وطن پاله کورنۍ کي زېږېدلی دئ. نوموړي خپلي لومړنۍ او ثانوي زده کړي د سیدآباد ولسوالۍ د خالد بن ولید په عالي لېسه کي ترسره کړي، چي په ۱۳۹۱ لمریز کال کي ترې فارغه سوی دئ . له فراغت وروسته، په ۱۳۹۲ لمریز کال کي د کانکور ملي ازمویني له لاري د ننګرهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځی د کیمیا څانګي ته بریالی سو او په ۱۳۹۶ لمریز کال کي ئې له یادي څانګي څخه د لېسانس سند ترلاسه کړل.
جهادي خدمتونه:
ښاغلي نقیبالله عابد د زده کړو تر څنګ، د امریکایي اشغال پر ضد د سیدآباد ولسوالۍ د سالار سیمي د عبد الکریم فاتح او وروسته د مولوي احمد سیلاب په جهادي دلګیو کي د اسلامي او ملي ارزښتونو د دفاع په موخه فعال حضور درلود.
رسمي دندي:
په ۱۴۳۹ هـ ق کال کي ئې د اسلامي امارت د اقتصادي کمیسیون په چوکاټ کي دنده پیل کړه، او په ۱۴۴۰ هـ ق کال کي د بهرامچې حوزې د اداري مسؤول په توګه وګومارل سو، د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو وروسته، د ګمرکونو لوی ریاست په چوکاټ کي د تخلفاتو د مخنیوي د آمر په توګه دنده پیل کړه، وروسته، د خپلي تعلیمي څانګي (کیمیا) له مخي، د لابراتوارونو د آمر په توګه وګومارل سو، ورپسې د بیې ایښودني ریاست د رئیس په توګه وټاکل سو، له هغې وروسته، د ګمرکونو لوی ریاست د عملیاتي مرستیال په توګه وګومارل سو، او اوسمهال د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د مستوفیتونو د مرستیال په توګه خپلي دندي ته دوام ورکوي.