یاد سیمینار، چي د عوایدو لوی ریاست له لوري د جهان (کابل) د لوړو زده کړو موسسې د غونډو په تالار کي تر سره سو، پکښي د عوایدو لوی ریاست د مالیاتو کارپوه، د یادي موسسې استادانو، د اقتصاد او کمپیوټر ساینس پوهنځیو محصلانو ګډون درلود!
په دې سیمینار کي د عوایدو لوی ریاست د مالیاتو د عامه پوهاوي کارپوه، عبادالله درمان د سیمنیار ګډونوالو ته د افغانستان د مالیاتي نظام، په افغانستان کي د مالیاتو ډولونه، د مالیې اخیستلو پر پروسو، د اسلامي امارت له لوري په مالیاتو کي د رامنځته سویو معافیتونو او تخفیفونو، د اسلامي امارت له لوري له مالیه ورکوونکو څخه اخیستل سوې مالیې د مصرف د ځایونو او د مالیه ورکوونکو د حقوقو او مکلفیتونو په اړه تفصیلي معلومات وړاندي کړل.
د یادي موسسې رئیس حنیف الله بشار د عوایدو لوی ریاست له دې اقدام څخه د منني ترڅنګ وویل، چي دا ډول سیمینارونه د محصلانو لپاره ډېر ګټور دي، محصلان د مالیاتو په اړه ډېر معلومات ترلاسه کوي، چي په راتلونکي کي به له دوی سره په کاري ډګر کي ډېره مرسته وکړي. نوموړي د محصلانو د ظرفیت لوړوني له پاره د عوایدو لوی ریاست څخه د ورته سیمینارونو د ډېرېدو غوښتنه کوي.
د سیمینار په پای کي د مالیاتو اړوند د محصلانو پوښتنو ته ځوابونه وویل سول.