دغه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کي، د عوایدو او ګمرکونو معین، د عوایدو عملیاتي مرستیال، د مستوفیتونو چارو مرستیال او د کابل ولایت د مالیاتي حوزو آمرینو په ګډون ترسره سوه.
په دې ناسته کي د عوایدو او ګمرکونو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید ګډونوالو آمرینو ته په منظم ډول د عوایدو راټولولو، مراجعینو سره د ښه چلند او پر وخت د خدمتونو وړاندي کولو، د چارو د منظموالي له پاره په مربوطه کاري ساحه کي له مسؤلینو سره د سالمې همغږي سپارښتني وکړې.
د غونډې په جریان کي د مالیاتي حوزو د آمرینو ستونزي او غوښتنې د ګمرکونو او عوایدو د رهبرۍ له لوري واورېدل سوې، او د حل ډاډ ئې ورکول سو.
غونده د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده