• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د هیواد د ۳۴ مستوفیتونو مسئولینو له پاره د عوایدي او مالي چارو په تړاو روزنیز ورکشاپ پای ته وسېده!

    3 جوزا 1404
    د عوایدو او ګمرکونو ملي اکاډمۍ کي د مستوفيانو او عوایدو آمرینو له پاره د مالي او عوایدي چارو په تړاو د درې ورځنۍ ورکشاپ اختتامیه غونډه د مالیې سرپرست وزیر، د عوایدو او ګمرکونو معین، د عوایدو عملیاتي، تخنیکي او د مستوفیتونو د چارو مرستیالانو، مستوفیانو او د مستوفیتونو د عوایدو او غیر مالیاتي عوایدو آمرینو په شتون کي ترسره سوه.
    د یاد ورکشاپ په وروستي ورځ د مالیې محترم وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخند ټولو مستوفي صاحبانو او د عوایدو آمرینو ته په چارو کي د اخلاص، صداقت او یووالي لارښوونه وکړه. نوموړي وویل: “په ولایتونو کي د چارو د ښه والي له پاره له والیانو سره مشورې وکړئ او په خپلو کي سره همغږي اوسئ، تر څو مو ټولي چاري منظمي مخ ته ولاړي سي.”
    د ګډونوالو په استازولۍ د بلخ مستوفي الحاج مولوي عبدالوهاب عمري ته د خبرو کولو موقع ورکول سوه، نوموړي د سیمینار پر ارزښت او ګټو وغږېده، د مالیې وزارت څخه ئې په راتلونکی کي د دا ډول سیمینارونو د چمتو کولو غوښتنه وکړه. ښاغلي عمري د ټولو ګډونوالو ستونزي او غوښتني د مالیې له محترم وزیر سره شریکي کړې.
    اختتامیه غونډه د اباد او سرلوړي افغانستان په دعا سره پای ته ورسېده.